راپورونه وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو د بلوچستان په سوېل‌لوېديځ کې نهه کسان له يوه بس موټر څخه له تښتولو وروسته پر ډزو وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د پوليسو يوه افسر عبدالله منګل ویلي: «يو شمېر وسله‌والو کسانو يو بس چې ايران ته روان و، په نوشکي سيمه کې درولی او وروسته له هغه چې معلومه شوه چې دغه مسافر د پنجاب د صوبې دي، نو وسله‌والو نهه کسان يې له ځانه سره بوتلل.»

د دې سيمې یوه چارواکي حبيب‌الله موسى‌خېل رویټرز ته ویلي چې یو نیم ساعت وروسته د تښتول شوو نهو کسانو جسدونه تر يوه پله لاندې وموندل شول.

خو ځینې نورو بهرنیو رسنیو د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱ تنه راپور ورکړی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

 

Views: 26