عدلیې وزارت وایي، په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي بنسټونو مسوولینو د خپلو لغوه شوو ګوندونو له ادرسونو دریځ‌نیونې او ځینې کړنې ترسره کړې چې د تکرار په صورت کې به ورسره قانوني او شرعي چلند وشي.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګېدلی ‎او په عدلیې وزارت کې د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم د یاد وزارت له تشکیلاتو ایستل شوی دی.

سرچينې لیکلي: «په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مسوولینو چې په تېره اداره کې په عدلیې وزارت کې ثبت وو، د خپلو لغوه شوو ګوندونو له ادرسونو دریځ‌نیونې او ځینې کړنې ترسره کړې دي، د عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.»

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د اجتماعي ټولنو فعالیتونه یې هم ځنډولي او یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې کولای شي د اصولو په چوکاټ ‎له عدلیې وزارته د رسمي جواز په ترلاسه کولو فعالیت وکړي.

سرچینې خبرداری ورکړی چې خیریه بنسټونه او نورې ټولنې دې له غیرقانوني فعالیتونو ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

Views: 10