د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵ زره او ۷۰۳ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د وري میاشتې له اتمې تر ۱۵مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ‎ته راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو کړو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۴۸۰ کسان او ۸۷ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې ۵۲۲۳ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده چې د وري میاشتې له دویمې تر اتمې هم له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۳۸۲۵ افغن کډوال کسان په زور ‎او خپله خوښه هېواد ته راغلي وو.

 

Views: 10