افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال او د دنیا او کهکشان راډیوګانو‎ رییس احمد هنایش باندې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې ناپېژانده وسله‌والو برید کړی دی.

د احمد هنایش یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد برید تېره شپه شاوخوا دولس بجې اسلام‌اباد کې د جي شپږ د سفارت سړک «G6 Embassy Road» په سیمه کې شوی دی.

هغه زیاته کړه، هنایش غوښتل چې خپل د اوسېدو ځای ته لاړ شي چې پر موټرسایکل سپارو درې وسله‌والو پرې ډزې کړې او یوه مرمۍ په سطحي ډول یې پر سر او دوه نورې مرمۍ یې پر پښه لګېدلې دي.

هغه دغه راز وویل چې هنایش په پیل کې پي‌ای‌ام‌اس «PIMS» روغتون ته لېږدول شوی و او اوس په اسلام‌اباد کې په یوه بل روغتون کې بستر دی.

Views: 10