د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی راشد خان چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، د دغې لوبډلې د بل تېز توپ‌اچوونکي، محمد شمي د ډېرو ویکټو اخیستو ریکارډ مات کړې دی.

د «Cricinfo» ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې تراوسه د هند په سوداګریز لیګ کې د ګجرات لوبډلې لپاره ۳۶ لوبې ترسره کړې چې په دغو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۴۹ ویکټې یې اخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هند تیز توپ‌اچوونکي محمد شمي په ۳۳ لوبو کې د ګجرات لوبډلې په ګټه ۴۸ ویکټې اخیستې وې.

د یادونې ده چې روان ۲۰۲۴ کال د هند په سوداګریزو سیالیو کې له افغانستان څخه راشد خان، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، فضل‌الحق فاروقي، رحمن‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق او الله‌محمد غضنفر د بېلابېلا لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

 

Views: 697