په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې پنځه تنه چینایي انجنیران وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ (د وري په ۷مه) د خېبر پښتونخوا ایالت د ملاکنډ په شانګله سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ملاکنډ د پولیسو مشر جیو تلویزیون ته ویلي، چې د چینایي انجنیرنو یو موټر له اسلام اباد څخه کوهستان ته روان و، چې د شانګله په سیمه کې یې پر موټر ځانمرګی برید شوی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې د پنځو چیني انجنیرانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو بل تن ژوبل دی.

ویل کېږی، د داسو په نامه د اوبو پر یوه بند کارکونکي چینايي انجینران د سختو امنیتي تدابیرو لاندې کار ته روان وو چې د ځانمګري برید ښکار شول.

د داسو بند پاکستان کې د اوبو بندولو یو له سترو پروژو بلل کېږي چې کارونه یې شاوخوا اووه کاله وړاندې ۲۰۱۷م کال کې پیل شوي.

دا بند د پاکستان او چین په ګډه همکارۍ او د نړیوال بانک په مرسته جوړېږي.

داسو ته نږدې سیمه کې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې هم پر چینايي انجینرانو برید شوی و چې د نهو انجینرانو تر څنګ په کې ټول ۱۳ کسان وژل شوي وو.

Views: 14