د ټایلنډ په کوربه‌توب د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې د اسټرالیا د فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن دوشنبه په ټایلنډ کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدارسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په نننۍ لوبه کې اسټرالیا څلور او د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پنځه ګولونه ترسره کړل او سیالي یې د یو ګول په توپیر وګټله.

سرچېنې لیکلي، دغه‌راز په دغو لوبو کې د کوربه هېواد ټایلنډ په کډون د اسټرالیا، مالیزیا او افغانستان لوبډلو برخه اخيستې ده.

د یادونې ده، په دغو لوبو کې افغانستان پرون د مالیزیا له فوټسال ملي لوبډلې سره سیالي ترسره کړه چې درې پر درې ګولونو مساوي پای ته ورسېده.

Views: 104