د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه نن له هند سره لوبه کوي.

یاده سیالي د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ بجې او په ۳۰ دقیقو پیلېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي نن وویل چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې سیالیو په موخه نن له هند سره لوبه کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالي به د افغانستان په کوربه‌توب د عربستان په ابهای ښار په دماک ورزشي کلپ کې ترسره شي.

نوموړی وایي، دا د افغانستان د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې له کویټ او قطر وروسته درېیمه سیالي ده چې له هند سره یې ترسره کوي.

دغه راز د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي اشلي وستوود له هند سره له سیالۍ مخکې پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې لوبغاړو څو ورځې په عربستان کې د دې لوبې لپاره تمرینونه ترسره کړل، څو د دې ځای له هوا سره بلد شي.

هغه ويلي، لوبغاړي چمتو دي او د هند پر وړاندې د لوبې د پیل لپاره شېبې شماري «موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې ښه لوبه وکړو او ښه پایله ترلاسه کړو.»

همدارنګه په دې غونډه کې د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر اسلام‌الدین امیري ویلي، دوی له هند سره ډېر لوبې ترسره کړې او له هند سره لوبه تل د دوی لپاره ځانګړې وي.

هغه زیاته کړې، کله چې لوبغاړي د هند پر وړاندې لوبه ترسره کوي یو بل ډول احساس لري او دوی هر یو د لوبې د ګټلو لپاره وروستۍ هڅه کوي؛ ځکه چې هند پخوانی حریف دی.

نوموړي ویلي چې دوی به نن شپه د افغانستان د بریا لپاره له زړه مبارزه وکړي.

د یادونې ده چې د فوټبال ملي لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې د وري په ۷مه له هند سره بله لوبه هم ترسره کړي.

Views: 94