د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې روانه اونۍ له افغانانو سره د ملاتړ په اړه د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته ځي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دا اونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوم چې له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره زموږ پر همکارۍ خبرې وکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې توماس وېسټ د روان ۱۴۰۲ کال د لېندۍ په ۲۳مه هم د سعودي بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې وې.

Views: 12