یوه حکومتي سرچینه وايي چې د پاکستان ځواکونو د ډزو له امله په ډنډپټان ولسوالۍ یو کس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ویلي وو، وړمه شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان‌دوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی چې مرګ‌ژوبله هم لري.

له یادې بمبارۍ وروسته تېره ورځ سهار د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه.

د ډنډپټان یوې باوري حکومتي سرچینې وویل چې د تېرې ورځې جګړه مازیګر مهال د قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.

خو دی وايي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې په استیا کلي کې یو کس وژل شوی او د یو ماشوم په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې دا هم وویل چې د بیا ځلي جګړې د پیل له وېرې له سرحدي سیمو سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د یادونې ده چې د وړمې شپې د بمبارۍ له امله تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په کابل کې د اسلام‌اباد سفیر هم احضار شوی و.

Views: 13