پکتیا کې یوه حکومتي سرچینه وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د خرلاڅیو دروازه هم تړل شوې ده.

د ډنډپټان ولسوالۍ په کمیسارۍ کې یوې سرچینې پژواک ته وویل چې له نن سهار راهیسې د خرلاڅیو دروازې سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وویل چې د همدې جګړې له امله د خرلاڅیو دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

ورته وخت کې د سیمې خلکو هم پژواک ته تاييد کړې چې په سیمه کې جګړه روانه ده او د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان‌دوبۍ سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی چې مرګ‌ژوبله هم لري.

Views: 10