د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) فعالیت غځېدو مسودې لپاره رایه‌اچونه کوي. ‎

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا رایه‌اچونه به نن (جمعه) له غرمې وروسته وشي ‎او د تایید رایې اخیستو په صورت کې به د یادې ادارې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېږي.

د يوناما ماموريت تمدیدېدو په اړه د امنيت شورا حاشیوي غونډو راپور له مخې، ډېرو غړو د دې مسودې د متن له کوم بدلون پرته یوه خوله وو.

د یوناما ماموریت چې تېر کال تمدید شوی و، ټاکل شوې سبا (شنبه) پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، یوناما یو سیاسي ایتلاف دی چې په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د افغانستان د وخت حکومت په غوښتنه جوړ شوی و.

 

Views: 10