د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق سره په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو، چې نن (جمعه) له غرمې وروسته به په دې اړه رایه اچونه وشي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر لخوا په ځایي وخت  د کب په ۲۵مه،) دیوې خبرپاڼې په خپرولو  سره ویلي، چې د امنیت شورا غړو هېوادونو د رایو په اتفاق سره هغه مصوبه پاس کړه، چې د یوناما ماموریت د یوه بل کار لپاره د تمدید غوښتنه پکې شوې وه.

سرچینې زیات کړې چې د یوناما دا ماموریت به د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د مارچ ۱۷مې نېټې پورې ادامه وکړي.

د امنیت شورا لخوا د افغانستان له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي چې له یوناما سره په ښه توګه د ماموریت ترسره کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز امنیت شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي دي، چې د افغانستان د وروستیو حالاتو په تړاو په هرو درېیو میاشتو کې راپور دغې شورا ته وړاندې کړي.

د یوناما ماموریت چې تېر کال تمدید شوی و، ټاکل شوې سبا (شنبه) پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې یوناما په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د افغانستان د وخت حکومت په غوښتنه جوړ شوی و.

Views: 17