د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد  د پاراتکوندو دوه لوبغاړي د پاریس سهمیه سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د پاریس په سهمیه سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه.

سرچینې زیاته کړې، په دغه لوبډله کې دوه لوبغاړي او یو روزنکی شامل دي او یادې سیالۍ به د کب له ۲۴مې د راتلونکې وري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د چین په لینا ښار کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۹مه هم بهرمېشتې د پاراتکواندو افغان ورزشکارې ذکیې خدادادي خپلې روسۍ سیالې ته په ماتې ورکولو او د سروزرو مډال په ګټلو سره د پاریس پارالمپیک د ۲۰۲۴ کال سیالیو ته لار ومونده.

Views: 28