د پاکستان پارلماني ټاکنو پایله کې د رامنځته شوي مخلوط حکومت کاندید اصف علي زرداري د رایو په اکثریت سره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.

دا دویم ځل دی چې هغه د پاکستان د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، له دې مخکې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ زېږدیز کلونو پورې هم هغه د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې هيڅ ګوند په یوازې ځان حکومت جوړ نه شو کړای چې له امله یې د مسلم‌لیګ نواز او پیپل ګوندونو او نورو په ګډون ګډ حکومت جوړ شو.

دغو ګوندونو لومړی د مسلم‌لیګ ګوند مشر شهباز شریف ته د لومړي وزیر په توګه رایه ورکړه او بریالی یې کړ.

د شنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر لپاره بریالي شوو وکیلانو رایې ورکړې او هغه د رایو په اکثریت د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

په دې ټاکنو کې زرداري ۴۱۰ رایې او د هغه سیال محمود خان اڅکزي ۱۸۰ رایې واخیستې.

د پاکستان ټاکنو قانون له مخې، ولسمشر ته د مشرانو جرګې، ولسي جرګې او ولایتي شورا غړي رایه ورکوي.

Views: 29