د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

جیو نیوز نن سهار (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې یاده چاودنه د پېښور بورډ بازار سړک کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان د پولیس عملیاتو (SSP) عمومي سرپرست کاشف افتاب عباسي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، د بم خنثی‌ کولو ډلې راپور ښودلي چې یاده چاودنه ځان‌مرګې نه وه.

هغه څرګنده کړې: «د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال یوه چاودنه رامنځته شوې. د چاودېدونکو توکو د انتقال پر مهال درېیو کسانو شتون درلود چې دوه یې په چاودنه کې مړه شوي او یو بل ټپي شوی.»

امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او پولیسو سیمه کلابنده کړې.

د یادولو ده چې بورډ بازار پېښور کې یو له هغو سړکونو دی چې ډېره ګڼه ګوڼه لري.

Views: 51