د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې او ایرلېنډ ترمنځ دویمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه د ورښت له امله لغوه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ دویمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې د دوامداره او شدید ورښت له امله ترسره نه نشوه .

کرکټ بورډ ویلي، په همدې تړاو د تخنیکي کمېټې غړو او نورو اړوندو مسوولینو ترمنځ ناسته وشوه چې په پایله کې یې د لوبغالي د ډېر لوندوالي له امله نننۍ لوبه لغوه کړل شوه.

دغه راز، د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ نړۍواله یو ورځنۍ لوبه به د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۲مه) ترسره شي.

Views: 15