د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کب میاشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې ۴۰۰۰ زره او یوولس کسان له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۸۳۴ کسان او ۱۱۶ کورنۍ، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۱۷۷ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حا ل کې ده چې د کب ماشتې له درېیمې تر ۹مې نېټې پورې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰۴۱‍ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 12