په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د پاکستان د سند ایالت له څو زندانونو ۴۰ افغانان خوشي او خپل هېواد ته راستانه شول.

یادې قونسلګرۍ پر خپله اېکس‌پانه لیکلي، نن (د کب۱۳مه) کراچۍ ښار کې د جنرال قونسلګرۍ د هڅو پایله کې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه د یوې مېرمنې په ګډون ۴۰ افغان کډوال خوشي او بېرته هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د څه باندې یو کال په اوږدو کې د جنرال‎ قونسلګرۍ د هڅو پایله کې د سند له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲۶۱ افغانان خوشي شوي او په دولتي لګښت هېواد ته رالېږل شوي دي.

Views: 9