د افغانستان د اتلتیک ملي فدراسیون وایي چې تېره ورځ د افغانستان د اتلتیک ملي لوبډلې روزونکی احمد فېروز سخي‌زاده د مغزي سکتې له امله په ایران کې ومړ.

دغه فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه د سخي‌زاده مړینه تایید کړې، لیکلي یې دي: «استاد سخي‌زاده چې د بدني روزنې او سپورټ لیسانس هم و، د اتلتیک فدراسیون یو مسلکي ښوونکی و چې دېرش کاله یې د هېواد د ورزش خدمت کې تېر کړي وو.»

سرچینه وایي چې نوموړي یوه اونۍ مخکې په اسیا سیالیو کې – چې د ایران په کوربه‌توب ترسره شوې وې – د روزنکي په توګه هم ګډون کړی و او له څو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په ایران کې اوسېده.

د افغانستان اتلتیک فدراسیون د هغه مړینه د افغانستان ورزش لپاره لویه ضایعه بولي.

Views: 8