د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناستې سره هم‌مهاله ټاکل شوې چې ریچارد بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل راپور دې ناستې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دی به خپل راپور په هغه غونډه کې چې نن (پنجشنبه) د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو جوړېږي، وړاندې کړي.

ښايي چې دې ناسته کې د افغانستان استازي هم حضور ولري او خبرې وکړي.

د دې ناستې په درشل کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه‌پنځوسمه ناسته د دوشنبې په ورځ د کب په اوومه د سویس په جینوا کې پیل شوه او ټاکل شوې د کب تر پنځلسمې دوام وکړي.

Views: 8