د المپیک ملي کمېټه وایي چې د فلیپین په کوربه‌توب د لامبو وهلو اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړي عرفان علي دویم مقام ګټلی دی.

د المپیک ملي کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د لامبو وهلو ۱۱م پړاو اسیایي سیالیو کې چې د فليپین په کوربه‌توب پیل شوې، تېره ورځ افغان لوبغاړي عرفان علي په دوو بېلابېلو سبکونو کې دویم او اووم مقامونه خپل کړل.

سرچینې ویلي: «نوموړي په برېسټ سټروک Breaststroke سبک کې په ۳۴،۸۵ ثانیو کې د ۵۰ متره واټن په طی کولو سره دویم مقام او په فري سټایل Freestyle سبک کې یې په ۲۷،۶۵ ثانیو کې د ۵۰ متروه واټن په طی کولو سره اووم مقام خپل کړ.»

د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې چې افغان لوبغاړی عرفان علي به خپله راتلونکې سیالي سبا د پنجشنبې په ورځ د «بټر فلای Butterfly » په سبک کې په ۵۰ متري واټن کې ترسره کړي.

د یادونې ده چې یادې سیالۍ د فبروري میاشتې په ۲۶مه پیل شوې او د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې به دوام ولري.

Views: 10