د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) به د یوې ناستې په ترڅ کې ‎د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وکړي.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنۍ غونډه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پروګرامونو نوملړ ‎پر بنسټ، دغه غونډه به سبا (دوشنبې، د کب ۷مه) د نیویارک په وخت له غرمې مخکې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.

په دې غونډه کې د بحث وړ موضوعاتو په اړه تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې یوه اونۍ مخکې ‎د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړي استازو دویمه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توب په دوحه کې جوړه شوې وه.

د دوحې په غونډه کې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک له مخې «د افغانستان د خپلواکۍ ارزونې» او د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو وړاندیزونه وڅېړل شول.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو، د افغانستان د سرپرست حکومت او د سیمې یو شمېر هېوادونو ترمنځ پر یوه جنجالي موضوع بدل شوي‎ او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره په‌ دې اړه له بېلابېلو خواوو سره سلا مشورې وکړي.

Views: 3