د پخواني ولسمشر محمداشرف غني ورور تایید کړه چې غني سعودي عربستان ته تللی او عمره یې ادا کړې ده.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغانستان تېر حکومت ړنګ شو، پخوانی ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته ولاړ او تراوسه هلته دی.

محمداشرف غني، د افغان ژورنالېست بلال سروري له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې د عمرې ادا کولو پر مهال ښکاري.

سروري لیکلي چې غني د سه‌شنبې په ورځ (د روانې کب میاشتې په لومړۍ نېټه) د سعودي عربستان مکې ښار ته تللی او هلته یې عمره ادا کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د متحده عربي اماراتو حکومت ظاهراً غني ته اجازه ورکړې چې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د محمداشرف غني ورور حشمت غني احمدزي هم تایید کړه چې ورور یې عمره ادا کړې ده.

حشمت غني د یادې وېډیو او عمرې ته د محمداشرف غني د تګ په اړه وویل: «هو ورور، دا خبره سمه ده… نوې ويډيو يې ده، … دی هم دی، امنیتي ټیم يې هم دی، د سروري صیب ويډيو سمه ده. نن هم سعودي کې دی، د عمرې لپاره تللی بل شی نه و، عمرې ته خو ځي کله، کله.»

د افغانستان د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته دا د غني لومړنی بهرنی سفر دی.

Views: 18