د ملګرو ملتونو سرمنشي له حماس او اسرائیلو څخه په غزه کې د بېړني اوربند او له شرط پرته د بندیانو ازادولو غوښتنه کړې ده.

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تراوسه پورې دوام لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په غزه کې اوربند او د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د بندیانو ازادول د دواړو لورو ترمنځ د ستونزې یوازېنۍ حل لار ده.

نوموړي زیاته کړې چې په اوربند سره به غزې ته د بشري مرستو رسولو لړۍ چټکه شي.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۲۸ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۶۶ زره نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو په اساس، په یاده جګړه کې تراوسه دوه زره اسرائیلیان وژل شوي او تر پنځو زرو پورې نور ټپیان دي.

Views: 16