د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې د زلمي خلیلزاد په شتون کې د «بایډن د دولت له لوري د دوحې تړون نه پلی کېدو څرنګوالي» په اړه غونډه کوي.

یادې کمیټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته به سبا (پنج‌شنبه د سلواغې ۲۶مه) جوړه شي چې په کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د دوحې د تړون جوړوونکی بلل کېږي، سپیناوی ورکوي.

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې غونډې موضوع «د پردې تر شا: د بایډن دولت څنګه ونه توانېده چې د دوحې هوکړه عملي کړي» بللې ده.

د یادولو ده چې د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او په دغه هېواد کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا د خپلو وګړو او متحدینو د لېږد عملیات پیل کړل.

تر دې مخکې امریکايي او افغان سیاستوالو څو ځله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر ډول سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له ایستلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د وتلو له امله ‎به بښنه ونه غواړي.

Views: 8