د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن په یوه راپور کې ویلي چې محمدنبي د سریلانکا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې د ۱۳۶ منډو په جوړولو سره د الرونډرانو برخه کې لومړی مقام خپل کړ.

یادې شورا ویلي چې دغه ۳۹ کلن لوبغاړي په همدې سیالیو کې یوه ویکټه هم ترلاسه کړې وه.

همدارنګه په دې درجه‌بندۍ کې محمدنبي د ۳۱۴ نومرو په ترلاسه کولو لومړی مقام، د بنګله دېش لوبغاړي شکیب‌الحسن د ۳۱۰ نومرو په ترلاسه کولو دویم، د زمبابوې لوبغاړي سکندر رضا د ۲۸۸ نومرو په ترلاسه کولو درېیم او راشدخان بیا د ۲۵۵ نومرو په ترلاسه کولو څلورم مقام کې راغلي دي.

د یادونې ده، له محمدنبي مخکې په یو ورځنیو لوبو کې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې لوبغاړي شکیب‌الحسن لومړی مقام درلود.

Views: 42