د پاکستان په پارلمانو ټاکنو کې هېڅ یو ګوند اکثریت ترلاسه نه کړل، اوس یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

پاکستان کې تېره اونۍ (د فبرورۍ په اتمه) پارلماني ټاکنې ترسره شو، چې په کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو کاندیدانو ۹۲ څوکۍ، مسلم لیګ ن ۷۹ او د پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ وګټلې .

د پاکستان پارلمان چې د ۲۶۰ څوکۍ لري، د حکومت جوړولو لپاره ۱۷۱ څوکیو ته اړتیا ده، چې هېڅ یو سیاسي ګوند ترلاسه نه شو کړای.

د پاکستان د جیو تلویزیون د خبر له مخې، نن د سه شنبې په ورځ د شپې ناوخته په اسلام اباد کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو ګډه ناسته ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې په دې ناسته کې د مسلم لیګ ن شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، د مهاجر غورځنګ مشر خالد مقبول صدیقي او د یو شمېر نورو وړو ګوندونو مشرانو ګډون کړي وو.

په راپور کې راغلي چې یادو ګوندونو د یوه اتحادي او ایتلافي حکومت جوړولو پرېکړه وکړه.

بلخوا د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پر اېکس شبکې لیکلي چې د دې ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه نوماند کړی دی.

تر دې مخکې پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د پیپل ګوند د شهباز شریف د ملاتړ اعلان کړی، خو ویلي چې په کابینه کې به برخه نه اخلي.

ویل کېږي، چې اصف علي زرداري به د پاکستان ولسمشر لپاره کاندید وي، دغه راز دغه ګوند په ایتلافي حکومت کې د مشرانو جرګې او قامي اسامبلۍ مشرۍ هم غوښتې ده.

دغه راز نواز شریف خپله لور مریم نواز د پنجاب د مشر وزیر (وزیر اعلی) لپاره هم نوماند کړې.

د راپورونو له مخې، به پنجاب کې د مسلم لیګ ن، سیند کې د پیپل ګوند، بلوچستان کې به هم ایتلافی حکومت او په پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومتونه جوړوي.

Views: 13