د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پاکستان په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه او خبراری یې ورکړی چې که د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، لاریونونه به پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د نوي دولت له جوړولو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران‌خان یوه لوړپوړي مرستیال خبرداری ورکړی چې د خان ملاتړي خپلواک نوماندان د دولت جوړولو هوډ لري او له خپلو پلویانو یې غوښتي څو د ټاکنو د پایلو نه اعلان په صورت کې پر «سوله‌ییزو لاریونونو» لاس پورې کړي.

د «تحریک انصاف ګوند» نوي مشر او د عمران‌خان وکیل ګوهرعلي‌خان په یوه خبري ناسته کې ویلي چې که د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، د دغه ګوند پلویان به سره له نن (یک‌شنبې) د دولتي بنسټونو پر وړاندې خپل سوله‌ییز لاریونونه پیل کړي.

د یادونې ده چې د پاکستان ایالتي او پارلماني ټاکنې د ۲۴۱ زره کسانو په رایه ورکولو د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوې، خو تر اوسه یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د پاکستان دوو مخکنیو لومړیو وزیرانو عمران‌خان او نوازشریف دوې ورځې مخکې د دغه هېواد په ټاکنو کې خپلې بریاوې اعلان کړې، خو د تېرې ورځې د شمېرو له مخې، خان د ۱۰۱ څوکۍ په ګټلو سره د دغه ټاکنو مخکښ نوماند پېژندل شوی دی.

د احتمالي پایلو له مخې، د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ۷۱ څوکۍ او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې‌نظیربوټو د زوی بلاول بوټو زرداري په مشرۍ «د پاکستان خلکو» ګونډ په دغو تاکنو کې ۵۳ څوکۍ خپلې کړې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د پالماني ټاکنون په اعلان کې ځنډ د دغه هېواد د سیاسي وضعیت په تړاو د اندېښنو ډېرېدو لامل شوی دی.

Views: 8