د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ (NDM) مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په میران‌شاه سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې ټپي شوی دی.

جیو نیوز راپور ورکړی، یاده پېښه نن (شنبه) هغه مهال رامنځته شوه چې د داوړ مینه‌والو د ټاکنو پایلو د اعلان له ځنډه شکایت درلود.

د شمالي وزیرستان سیمې د پولیسو افسر روهان زیب جیو نیوز ته یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغه سیاستوال د کاروان په لور څو ډزې شوې دي.

د هغه په وینا، ناپېژانده کسان له ډزو وروسته له سیمې څخه تښتېدلي دي.

ورته مهال، داوړ د یاد برید په غبرګون کې ویلي: «ناځوانمردانه بریدونه نه شي کولای زموږ روحیه ضعیفه کړې؛ د بریدګرو ملاتړ کوونکي زموږ پر وړاندې د نورو اولادونو د کارولو پر ځای باید خپله میدان ته راشي.»

هغه زیاته کړې چې د خپل ګوند ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوي او هیڅ څه نه شي کولای چې د سیاسي مبارزې مخه یې ونیسي.

سرچینې د لاریون‌کوونکو له قوله ویلي چې پولیسو د لاریون پر مهال له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی او ډزې یې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، پر محسن داوړ د روان زېږدیز کال په لومړیو کې هم د شمالي وزیرستان په تپي کلي کې وسله‌وال برید شوی و.

Views: 13