د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته د چابهار له بندره د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد بېرته پیل شو او د دغه بندر له لارې د توکو د انتقال بهیر ګړندي‌کېدو برخه کې ځیني اقدامات هم شوي دي.

د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس مولوي اصف اصف وویل: «چابهار بندر چې له دوو کلونو راهیسې غیرفعال و، افغان سوداګرو ته یې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد برخه کې ستونزې جوړې کړې وې، له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته فعال او پرانیستل شو.»

هغه چابهار بندر د هېواد له مهمو اقتصادي قطبونو او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر په چټک‌ کېدو یې ‎اغېزناک وباله.

سرچینې زیاته کړه چې درې ورځې مخکې د دغه بندر له لارې ۱۰ سوداګریزې محمولې هېواد ته وارد شوې او موجودې ۶۰ نورې محمولې به په هم نږدې راتلونکي کې هېواد ته راورسیږي.

هغه زیاته کړه: «پر توکو د بار موټرو د لېږد بهیر چټک‌ کېدو په موخه مو پرون د بندر وسایطو لپاره جلا لین تنظیم کړ، د دغو وسایطو چلوونکو ته د جلا نوبت پارچه ورکوو، ښايي پر دغه لاره ګڼه ګوڼه ‌ډېره شي او مسوولین دې موضوع ته جدي پاملرنه لري.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه باروړونکي موټر چې د ورېښمو پله له لارې ایران ته ځي، د پایانه، بازارچه، بندرعباس او سیمان له لارو تېریږي؛ خو اوس چې د چابهار لاره بېرته فعال شوه، په ترانزیټ کې د موټرچلوونکو او سوداګرو د ځنډ ستونزه هوارې شوې او د سوداګرۍ بهیر به نور هم چټک شي.

د نیمروز د ترانسپورټ رییس زیاته کړه، د ترانزیټ موټرچلوونکي چې مخکې به په میاشت کې یو ځل نوبت ورته رسېده، اوس د دغه بندر په فعالېدو سره په ۱۵ تر ۲۰ ورځو کې نوبت ورته رسېږي او د لا ښه نظم لپاره نوبتي پارچه ورکول کېږي

Views: 15