په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په امریکا کې د ازبکستان له سفیر سره لیدنه کې یې افغانستان کې د سیمې هېوادونو د رول پر اهمیت خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر خپله ایکس‌پاڼه د دې لیدنې انځور خپور کړی او د افغانستان په تړاو یې له فرقت صدیق‌اوف سره خپلې خبرې «رغنده» بللې دي.

هغې د ازبکستان له سفیر سره په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو پر رول او د افغان نارینه‌وو او ښځو له حقونو د یوه ملاتړ کوونکي ټولګډونه حکومت پر جوړېدو یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي چې سرپرست حکومت ټول‌شموله دی او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق په اسلامي چوکاټ کې خوندي دي.

Views: 13