د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د مشال راډیو راپور له مخې، دغه پېښه پرون د خیبرپښتونخوا د بونیر سیمې له مندڼ سپلم کلي سره نږدې شوې ده.

سرچينې لیکلي، په یاد بس موټر کې ۵۰ پولیس سپاره وو چې ۴۰ یې ټپیان شوي او د شپږو روغتيايي حالت نازک دی.

راپور کې راغلي چې یاد پولیس د ټاکنو لپاره د امنیت خوندیتوب په موخه دېره اسماعیل‌خان ته روان وو.

د یادونې ده، پاکستان کې راروانه پنجشنبې پارلماني ټاکنې کېږي.

Views: 13