رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۱۲ تنو ته رسېدلی او په سلګونو نور لادرکه دي.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی: «د چیلي په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېره ۱۱۲ تنو ته رسېدلې او له ۲۰۰ زیات نور لادرکه دي.»

سرچینه زیاتوي چې د یاد هېواد ولسمشر ګابریل بوریک تېره ورځ خبرداری ورکړ چې تلفات به د پام وړ لوړ شي؛ ځکه چې په مرکزي سیمه کې د ځنګلونو اورلګېدنه دوام لري.

د یاد هېواد ولسمشر اضطراري حالت اعلان کړ.

الجزیرې د دغه هېواد چارواکو له قوله ویلي چې د یادې اورلګېدنې له امله نږدې ۲۶ زره هکټاره ځمکه اغېزمنه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا ۱۴۰۰ اور وژونکي، ۱۳۰۰ پوځي پرسونل او د اور وژنې ۳۱ چورلکې او الوتکې دا مهال د اور د مهارکولو لپاره کار کوي.

د چیلي په ځنګلونو کې اورلګېدنې زیاتې رامنځته کېږي، تېر کال د بې‌سارې تودوخې له امله د رامنځته شوي اور په ترڅ کې د دغه هېواد څه باندې ۴۰۰ زره هکتاره ځمکه اغېزمنه او ۲۷ کسان مړه شوي وو.

Views: 7