د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې تېره شپه پر پاکستاني پوليسو وسله‌وال برید شوی چې له امله یې لس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه برید بیګا شپه د خیبرپښتونخوا په درابن سېمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوی دی.

سرچېنې لیکلي چې په دغه برید کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان دي.

راپور کې راغلي چې د پېښې ټپیان د دېره اسماعيل خان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي

Views: 9