د نامیبیا ولسمشر هاګه ګینګوف د سرطان ناروغۍ له تشخیص څو اونۍ وروسته د ۸۲ کلنۍ په عمر ومړ.

د رویټرز د راپور له مخې، هاګه ګینګوف په ۲۰۱۴ کال کې لومړی ځل د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د یاد هېواد ولسمشرۍ ماڼې هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هاګه ګینګوف د خپلې درمنلې په موخه تېره میاشت امریکا متحده ایالتونو ته سفر کړی و او هلته په یوه روغتون کې بستر و.

ټاکل شوې په نامیبیا کې د روان کال تر پایه ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره شي.

Views: 9