د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې پر غزه د اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې دي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي: «یونیسف اټکل کوي چې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومان بې‌سرپرسته شوي دي.»

سرچینې زیاته کړې، په غزه کې د ماشومانو رواني روغتیا په جدي ډول اغېزمنه شوې او په یاده برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف زیاته کړې چې په غزه کې د جګړې له پیله راهیسې څه باندې ۴۰ زره ماشومان د دوی له روغتیایي خدمتونو برخمن شوي دي.

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د پیل شوې جګړې له امله تر اوسه تر ۲۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۰ زره ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په جګړه کې تر اوسه دوه زره اسرائیلیان هم وژل شوي او تر پنځه زره پورې نور ټپیان شوي دي.

Views: 9