د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې‌کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه د راستنو شوو افغانانو شمېر له ۵۰۰ زرو څخه اوښتی دی.

یاد بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یادو افغانانو له ډلې ۸۴ سلنه یې د ۲۰۲۳ کال په درېیو وروستیو میاشتو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان د هغو شمېرو له مخې چې د اوچا له لوري خپرې شوې، ۳۲۴ زره او ۷ سوه کسان د تورخم له لارې، ۱۷۲ زره او شپږ سوه کسان د سپین‌بولدک له لارې، یو زر او پنځه سوه کسان د بادیني له لارې او ۹ زره او درې سوه کسان له غلام‌خان لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد نهاد په خبره، د راستنو شوو کسانو ۴۸ سلنه ښځې یې او ۵۲ سلنه یې نارینه دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا مخکې له دې له پاکستانه د راستنېدونکو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او ویلي یې وو چې یاد کسان د سرپناه، خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

 

Views: 27