د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې په اردن کې د هوایي برید له امله د ټپي شوو امریکایي سرتېرو شمېر له ۴۰ کسانو اوښتی دی.

د بې‌پیلوټه الوتکې دغه هوایي برید دوه ورځې مخکې د سوریې پولې ته څېرمه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډه شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سلواغې په ۹مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دغه برید کې درې سرتېري وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان شوي دي.

هغه وویل، د دغه برید په اړه پلټنې روانې دي خو دا امکان نه شي ردولی چې په دغه برید کې دې په سوریه کې مېشت ایران پلوه وسله‌وال لاس ولري.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه برید غبرګون کې له ایران سره د جګړې لېوالتیا نه لري.

له دې مخکې د امریکا وسله‌والو ځواکونو هم د دغه برید د تایید ترڅنګ ویلي، ښایي دغه برید په سوریه کې مېشتو ایران پلوه وسله‌والو ډلو کړی وي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه برید په کلکه غندلی، سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر پېښه سخت خواشینی شوی او د قربانیانو له کورنیو سره په دغه غم کې شریک دي.

د یادونې ده، په غزه کې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته په سیمه کې پر امریکایي ګټو او ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړې چې د غزې جګړې له پېلېدو راهیسې په نږدې درې‌نیمو میاشتو کې په عراق او سوریه کې پر امریکایي ځواکونو شاوخوا ۱۶۰ بریدونه شوي دي.

 

 

Views: 8