بلوڅ وسله‌والو ویلي چې په بلوچستان کې یې پر پاکستاني ځواکونو ډله‌ییز بریدونه کړي او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې خو د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي چې بریدونه یې پر شا تمبولي دي.

د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکې ډلې (بې‌اېل‌ای) له خوا د دوشنبې ورځ ناوخته رسنیو ته په استول شوو ویډیوګانو کې ادعا کړې چې د بلوچستان د بلوان ولسوالۍ په مچ سیمه کې یې پر پاکستاني ځواکونو له څو اړخونو ډله‌ییز بریدونه کړي او لسګونو سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر جان محم اچکزي د شپې ناوخته پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو دغه بریدونه پر شا تمبولي خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو ځینو ځایي رسنیو ویلي چې په دې نښتو کې یو پولیس او یو ماشوم وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

Views: 13