د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۰ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې (IRCC) نن د سلواغې په ۹مه، پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د دغه هېواد هالیفیکس ښارته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، کاناډا د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۶ زره افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د تېرې مرغومې میاشتې په ۲۹ مه هم له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د ۳۱۹ افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی و.

 

Views: 36