د سوریې پولې ته  نږدې د اردن په خاوره کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د پیلوټه الوتکې هوایي برید کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

امریکایي تلویزیون سي ان ان د سلواغې په ۸مه، خبر ورکړی چې دا برید نن د سوریې له خاورې څخه د پورته شویو بې پیلوټه الوتکو څخه شوی دی.

د امریکا وسله والو ځواکونو د دې برید د تایید ترڅنګ ویلي، ښایي دا برید په سوریه کې مېشتو ایران پلوه وسله والو ډلو کړی وي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن دا برید په کلکه غندلی دی، سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې برید سخت خواشینی شوی او د قربانیانو کورنیو سره په دې غم کې شریک دي.

جو بایډن ویلي دي چې د دغو عسکرو تعهد ته په کتو به «له ترهګرۍ سره مبارزه روانه» ساتي او په دغه برید کې دخیل او مسئول کسان به پیدا او حساب او کتاب ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده چې په غزه کې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ تر جګړې وروسته په سیمه کې پر امریکایي ګټو او ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

Views: 16