د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان پنجاب ایالت له زندانونو ۱‍۱ افغانان ازاد شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې دغه افغان کډوال د قانوني اسناد نه لرلو له امله له څو ورځو راهیسې د پاکستان پنجاب ایالت په زندانونو کې بندیان وو.

سرچینې لیکلي: «د پاکستان په یوه زندان کې ۱۱ زنداني افغانان له بنده خوشي او د سلواغې په پنځمه هېواد ته راستانه شول.»

دغه وزارت لیکلي، یاد شمېر افغانان له ازادېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او د تورخم په سرحدي امریت کې له ثبت وروسته د مرستې لپاره د کډوالۍ نړېوالو سازمان ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو هم ۵۸ افغانان ازاد شوي وو.

Views: 11