د راپورونو له مخې، دایران د سیستان بلوچستان ایالت په سراون سیمه کې نهه تنه پاکستانيان په مرموز ډول وژل شوي دي.

د ایران تسنیم اژانس د سلواغې په ۷مه، خبر ورکړی چې دا پېښه تېره شپه د سراوان د سیرکان سیمې په یوه کور کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې ، درې کسان چې په دغه کور کې مېشت شوي وو، د شپې ناوخته د کور پر نورو غړو ډزې کړې، نهه یې وژلي او درې نور یې ژوبل شوي دي.

تسنیم اژانس د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې بریدګر د یادو کسانو تر وژلو وروسته له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددغې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې او دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغې پېښې ته په غبرګون کې ويلي: “دا ډېره بوږنوونکې او د کرکې پېښه ده” چې ترهګرو په کې پاکستاني وګړي په ګاونډي هېواد کې وژلي.

بلخوا د راپورونو له مخې وژل شوي کسان پاکستاني مزدوران یا کاریګر وو، چې هلته په یوه مستري خانه کې کار کاوه.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې ایران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د خپل حکومت د مخالفې وسله والې ډلې جیش العدل په مرکزونو بریدونه کړي وو، چې دوه ورځې وروسته پاکستان د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې د بلوڅو وسله والو پر مرکزونو هوایي او ځمکني بریدونه وکړل.

د دې پېښو په غبرګون کې دواړو هېوادونو د تهران او اسلام اباد نه خپل خپل استازي رابللي وو چې څو ورځې پس د تېرې جمعې په ورځ بيرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

Views: 15