له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیپال هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز افغانستان په دې سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د نړۍ د ۱۶ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو کرکټ نړېول جام سیالۍ دا مهال په سویلي افریقا کې روانې دي.

افغانستان نن د سلواغې په ۶مه، د نړېوال جام سیالیو په لړ کې له نیپال سره لوبه وکړه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د تېر په څېر دا ځل هم افغان توپ وهونکي سم ونه ځلېدل او ټوله لوبډله په څلوېښتم اوور کې په ۱۴۵ منډو وسوځېدله. د افغانستان له لوري غضنفر ۳۷، نصیر خان ۳۱ او حسن عیسی خېل ۲۰ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبډلې یاد هدف په ۴۵ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

افغانستان تر دې مخکې پاکستان او نیوزیلینډ ته هم بایللې وه او د نیپال پر وړاندې له ماتې وروسته په نړېول جام کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

Views: 18