د راپورونو له مخې، د ترکیې پارلمان له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته په ناټو کې د سویډن د غړیتوب وړاندیز تصویب کړی دی.

رویټرز اژانس نن (چهارشنبه) د یوه راپور په خپرولو لیکلي چې د ترکیې پارلمان د ۲۸۷ موافقو رایو، ۵۵ مخالفو رایو او څلورو ممتنع رایو، له ناټو سره د سویډن یوځای کېدو د وړاندیز طرحه تصویب کړې ده.

د ترکیې پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېسیون رییس او د دغه هېواد د عدالت او پراختیا حاکم ګوند یوه غړي فوات اوکتای ویلي: «موږ د ناټو له پراختیا د دغه ایتلاف د مخنیوي هڅو ښه کېدو لپاره ملاتړ کوو، هیله‌من یو له تروریزم سره په مبارزه کې د فنلنډ او سویډن چلند زموږ نورو متحدانو ته الګو وي.»

بلخوا، د سویډن بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلستروم هم د ترکیې پارلمان له تصویبه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: «موږ اوس په لېوالتیا سره د ولسمشر اردوغان د تصویب سند لاسلیک ته په تمه یو.»

د راپور له مخې، په امریکا کې د انقرې سفیر جف فلیک هم د ترکیې پارلمان له پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د سویډن، ترکیې او ناټو لپاره عالي اقدام بللی دی.

د یادولو ده، د اروپا په شمال او روسیې سره هم‌‌پوله هېوادونه فنلنډ او سویډن پر اوکراین د مسکو له نظامي برید وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتونکي شول.

ترکیې د فنلنډ غړیتوب د تېر کال په مارچ میاشت کې تایید کړی و.

Views: 10