د زده‌کړو نړېوالې ورځې سره هم‌مهاله د بښنې نړېوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.

د سلواغې ۴مه چې د جنورۍ میاشتې له ۲۴مې سره سمون خوري د زده‌کړو نړېواله ورځ ده.

د بښنې نړېوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغان نجونو په دې ورځ خپل خفګان څرګندوي؛ ځکه د هغوی د زده‌کړو اساسي حق تر پښو لاندې کېږي.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې پرته له قیدوشرط د خپلو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.

د یادونې ده، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ډېر شمېر هېوادونو چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز، غندلی دی.

طالبانو په وار- وار ویلي چې د نجونو د تعلیم بندیز موقتي دی او د شرایطو په برابرېدو سره به نجونو ته د زده‌کړې اجازه ورکړل شي.

د زده‌کړو نړېوالې ورځې سره هم‌مهاله، د خوړو نړېوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان په لوږه ښوونځيو ته ځي.

دغه بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مناسب خواړه د ماشومانو د زده‌کړې لپاره اړین ده.

Views: 13