تورخم دروازه – چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه – نن سهار بېرته پرانیستل شوه.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وویل، پاکستاني اړخ له موټرچلوونکو او کلېنرانو د ویزې غوښتنه کوله او وروسته بیا افغان لوري هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

هغه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د لسو ورځو مذاکراتو په پايله کې موضوع حل او نن د تورخم دروازه بېرته د پخوا په څېر پرانیستل شوه.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي د دې لارې پر پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړه، ویې ویل چې د دې لارې تړل کېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته شاوخوا سل زره امریکایي دالر زیان اوښت.

Views: 10