د راپورونو له مخې، دفلسطین په غزې ښار کې د حماس ډلې په دوو بریدونو کې ۲۴ اسراییلي پوځيان وژل شوي دي.

الجزیرې تلویزیون د سلواغې په ۳مه، د اسراییلي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د یوې ودانې د ړنګولو په موخه هلته عملیات کول، چې د حماس وسله والو پرې د راکټ برید وکړ.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې برید کې ۲۱ اسراییلي سرتیري په یو ځای ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو له ډېرو ستونزو وروسته وکولی شول چې د خپلو سرتیرو جسدونه له سیمې څخه ولېږدوي.

بلخوا یوې اسرایلۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د غزې په خان یونس سیمه کې هم د یوه برید پر مهال درې اسراییلي پوڅیان وژل شوي دي.

په غزه کې د شاوخوا درې نیمو میاشتو جګړه کې تر اوسه تر ۲۵ زرو ډېرو فلسطینیان ژوند له لاسه ورکړی او تر دوه زرو پورې اسراییلیان وژل شوي دي.

Views: 14