د امریکا وسله‌والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې عراق کې یې پر یوې پوځي اډې توغندویز برید کې یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران پلوه وسله‌والو له خوا دغه برید د عراق په لوېدیځ کې د عین‌الاسد پر نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په کې دیره دي، شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د دې نظامي اډې هوایي دفاعي سیسټم ګڼ شمېر سرګلولې شنډې کړې خو ځیني یې چې شمېر یې نه دی معلوم، په اډه کې دننه لګېدلې دي.

د مرکزي قوماندانۍ اعلامیې کې ویل شوي: «د یو شمېر امریکایي پرسونل ارزونه روانه ده چې معلومه شي ذهني ټکان یې لیدلی که نه؛ لږ تر لږه د عراق یو سرتېری ټپي شوی.»

بلخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې په دغه برید کې یو امریکایي او یو عراقي عکسر ژوبل شوي دي.

د دې شورا ویاند ویلي چې دوی دغه برید جدي ګڼلی او ډېر ژر به یې جواب ورکړل شي.

Views: 11